د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له افغانستان څانګې یې نقلوې چې په دې ناستې كې د افغانستان ولسمشر حامد كرز وويل علما دی د عاشورا د ورځی د لمانځلو پر وخت له احتياط نه كار واخلی
دغه كتنه چې پرون په ارګ كې تر سره شوه، د نورو په استازيتوب مولوی صاحب غفاری خبرې وكړې، د محرم الحرام د مياشتې د ښې لمانځنې او د اعزادارۍ د مراسمو د غوره تر سره كېدو په اړه یې وويل چې په دې اړه د هېواد د اهل تشيع عالمانو د شورا له خوا يو لارښود جوړ شوی دی چې پكې د نظم او ښې هماهنګۍ مراعاتول او د عالمانو په ويناوو كې د اسلامی اخوت پياوړتيا په نظر كې نيول شوې ده.
دغه راز دينی عالمانو له ټولو تصويری او غږيزو رسنيو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې، دې ورځو ته په احترام او د اسلامی ارشاداتو په رڼا كې عيارې كړی.
د افغانستان ولسمشرد اهل تشيع عالمانو د غوښتنو او وړانديزو له اورېدو وروسته وويل چې په هېواد كې د نوموړې مياشتې د مراسمو د ښه ترسره كېدو اصلی لامل دا دی چې د افغانستان د ملت تر مينځ غوره اتحاد او اتفاق وجود لری او بل لامل یې دا دی چې دغې لویې او مذهبی ورځې ته سياسی رنګ وركړل شوی نه دی.
د يادولو وړ ده چې د لازمو امنيتی تدبيرونو په موخه د كورنيو چارو د وزير تر مشرۍ لاندې يو كميسيون چې په هغه كې د ملی دفاع وزارت، د ملی امنيت رياست او د اهل تشيع او تسنن يو شمېر عالمان ګډون لری، دنده لری تر څو د عاشورا د مراسمو د غوره ترسره كېدو په موخه د امنيتی تدبيرونو لپاره اړين اقدامات تر لاس لاندې ونيسی.
909715