IQNA

په مصر كې د اسلام پالو له برياليتوب اسرائيل سخت اندیښمن دی

18:03 - December 05, 2011
د خبر لمبر: 2234389
نړيواله ډله: د صهيونيستی رژيم راديو نن راپور وركړ چې د دې رژيم د جنګ پخوانی وزير او د اوسنی كنست يا پارلمان غړی بنيامين بن اليعازر ټينګار وكړ په مصر كې د اخوان المسليمن ګوند په برياليتوب سره به اسرائيل تياره راتلونكئ ولری.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې بنيامين بن اليعازر وويل په مصر كې د اسلامپالو برياليتوب د سيمې او اسرائيلو امنيت ته ګواښ دی.
له بلې خوا د صهيونيستی رژيم يو شمير سر چينو خبر وركړئ چې امنيتی خطرونه ډير شوی او اسرائيل بايد وړاندې له دې چې اسلام پال په مصر كې واك ته ورسی، لاس په كار شی ځكه كه په مصر كې اسلام پال واك تر لاسه كړی نو د غزې او حزب الله په څير به د اسرائيلو د ګټو په وړاندې ودریږی.
په مصر كې اخوان المسلمين ډلې د د ې هيواد د پارلمانی ټاكنو ۴۰ سلنه راېې تر لاسه كړې دی.
910461
captcha