د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له رویټر یې نقلوی چې د كابل د پوليسو ويندوی حشمت الله ستانكزی ويلې چې دغه پیښه نن كابو دولس بچې په ابوالفضل زيارت كې شوې او ژوبل كسان یې مختلفو روغتونونو ته وړې دی
په لومړی غبرګون كې د افغانستان دولت طالبان د دغه حملې مسوول بللې دی خو طالبان د يوې بيانیې به خبرولو سره دغه تور رد كړی او ويلې یې دی چې دا حمله د هغه چا كار دی چې غواړی د افغانستان په مسلمانانو كې اختلاف پيدا كړی.
ځينو افغان سرچينو بيا ويلې چې د دغه حملې بړه د پاكستان جنګوی لشكر په غاړه اخستې ده . .
هغه د افغانستان په مزار شريف ښار كې هم په حسينی عزادارانو حملې ته په اشارې سره وويل، په مزار شريف كې هم په عزادارانو چې حضرت علی ع جومات په لور روان وو، ترهه ګره چاودنه وشوه چې پكې ۶ تنه شهيدان او يو شمير نور هم ژوبل شول .
دافغانستان د اخوت شورا مهم غړی او وتلی عالم مولوی محمد حسين جعفری دې ته په اشارې سره چې تر اوسه په افغانستان كې په حسينی عزادارانو حمله نوه شوې ، او هر كال سنی او شيعه په ګډه دغه مراسم ترسره كوی، د افغان شيعه او سنی مسلمانانو دغه اتحاد او يووالی ، د اسلام او د افغانستان دښمنانو په خوښه نه و، او همداراز دې ته په پام سره چې د سيمې مسلمانان ، په اسلامی هيوادونو كې د امريكا ، انګلستان ، صهيونست رژيم او ګوډاګيو واكمنانو د جنايتونو په نسبت ویښ شوی او يو په بل پسې استكباری ضد پاڅونونه ترسره او بريالی كیږی، له دې كبله د اسلام دښمنان د اسلامی ویښتيا د څپې د خاموشولو او د شيعه اوسنی په نامه د مسلمانانو تر منځ د نقاق طرح برابره كړې ده او د افغانستان په كابل او مزارشريف كې په حسنی عزادارانو ترهه ګرې حملې هم په همدې لړ كې وشوې، خو دښمن په خپلو دسيسو كې نه بريالی كیږی، ځكه چې د افغانستان مسلمانان شيعه اوسنی ډير هوښيار دی، او دښمنانو او دهغوی د داخلی ګوډاګيانو په لومې كې نه ګيریږی چې هر كله یې لاسونه د افغانستان د مسلمانانو په وينې ككړ كیږی.
په داسې جنايتونو، مسلمانان هیڅله د د پتمنو او آزادی غواړو د سالار حضرت امام حسين ع له پيروۍ لاس نه اخلی، او دښمنان به هیڅكله خپل هدف ته ونه رسیږی.
يواځې له پخوا زيات خپل اصلی ماهيت خلكو روښانوی او خلك هم پوه شوی دی چې هیڅ ډله يواځې په اسلامی پوښښ سره یې نشی غولولی.
911393