IQNA

د امام حسين غورځنګ نه ګليدونكی مشال تل د انسانانو د ویښتيا سبب دی

11:42 - December 07, 2011
د خبر لمبر: 2234751
د تفكر ډله: د اسلام دښمناننو او په سيمه كې د هغوی تالی څټو چې په مختلفو سيمو كې یې د امام حسين د عزادارانو په جلسونواو دستورو بريدونه كړې دی او يو شمير كسان یې شهيدان او ژوبل كړې دی بايد پوه شی چې دا جنايتونه د مسلمانانو د لا بيدارۍ او د دغو ترهه ګرو د جنايتونو او دهغوی د يزيدی ماهيت د لا ښكاره كيدو سبب كیږی.
د حسينيت په خلاف دغه حملې كومه نوې خبره نه ده او په تيرو څوارلسو سوو كلونو كې په ځلونو د حسينی غورځنګ او پيغام دښمنانو د حسينی شمعې چې په كربلا كې د عاشورا په ورځ د انسانی شعور د بيدارۍ لپاره بله شوه د ګلولو هڅه كړې ده. خو دا مشال نه يوازې ګل شوی نه دی بلكه له سرحدی پولو ورتير ټوله نړۍ یې بيداره كړې ده. او د دې په اپوټه دښمنان یې خاموشه شوې دی او كوم كسان چې نن بيا د حسينی مشال د مړ كولو هڅه كوی د تير په شان به دوی هم ګل او په تاريخ كې خاورې شی.
هغه كسان چې د څوارلس سوو كلونو له تيريدو سره سره اوس هم د يزيد د لارې پيروان دی بايد ځواب ووای چې ايا نن د حسين نوم او فكر ژوندی دی او كه د يزيد . نن دا دی د نړۍ په ميليونونو مسلمانان د پتنګانو په شان د امام حسين له حر مه تاویږی خو چاته دا پته هم نيشته چې ديزيد قبر چيرته دی؟
لوی يزيدی قدرتونه چې د عاشورا له غورځنګه له الهام اخستونی اسلامی بيدارۍ ويريدلې دی د دغو پاڅونونو په لومړيو ورځو كې هغو ته د عربی سپرلی نامه وركړه چې اسلامی نامه ورباندې كښې نه ښودل شی خو كله یې چې وليدل چې د دغو انقلابونو جرړه اسلامی ده او د عربو هيوادونو خلك په خپلو شعارونو كې چې د ظالمو او لاس پوڅو واكمنانو په خلاف یې وركوی د الله اكبر شعارونه وركوی او داسلامی حكومت جوړول غواړی نو وترهيدل او يو بل سازش یې وكړ . اوس دوی دادی د عربانو په غوږونو كې وايی چې د ا خو د شيعيانو سپرلی دی او تاسو سنيان يئ او راشی د شيعيانو په مقابل كې ودریږی. نن هغه كسان چې په سيمه كې د حسينی ويرجنو په دستورو او جلوسونو بريدونه كوی له د ې كاره څو هدفه تعقيبوی . لومړی دا چې امريكا چې داسلام دښمنه ته او ماته یې خوړلې له ماتې وژغوری او مسلمانان د شيعه سنی په نامه له يو بل سره ښكيل كړی.
دوهم دا چې د مسلمانانو په مينځ كې د شيعه سنی په نامه د نفاق په پيدا كولوسره په سيمه كې د بيدارۍ څپه غلې كاندی او د خپلو لاس پوڅو واكمنانو په خلاف پاڅونه وځپی. دريم دا چې حسينی غورځنګ او د عاشورا قيام چې په حقيقت كې د اسلامی ویښتيا جرړه او محرك دی خاموشه كړی.
دوی بايد پوه شی چې دا كارونه نور د هغوی او د هغوی د ځايی ګوډاګيانو درد نه دوا كوی ا اوس د خلكو ضميرونه او شعورنه بيداره شوې دی او نور د دوی په سازشونو نه غولیږی.
905651
captcha