د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، له انګلستان سره د ايران داسلامی جمهوريت د ارتباطاتو د سوئې د كمولو مسوده د ايران د اساسی قانون ساتندويه شورا هم تائيدكړې ده . له لندن سره د تهران د اړيكوسوئې دكميدادقانون په اساس داسلامی ايران خارجه وزارت دنده لری په دوواونيو كې د ايران د ملت دحقوقود دفاع او دملی ګټود ساتنې په چوكاټ كې له انګريز حكومت سره سياسی اړيكې د شارډزافيئر تر سوئې راټیټې كړی او تجارتی او اقتصادی اړيكې هم تر ډيره حده كمې كړی . ددغه قانون په اساس همداراز د انګلستان د حكومت د غليمانه سياستونو د بدليدا په بڼه كې دايران خارجه وزارت له دغه هيواد سره د اړيكو سويه لوړلی شی .
911707