IQNA

د ناروغانو په درملنې او علاج كښې د امريكائی مسلمان ډاكټر د ښیګڼې اقدام.

22:01 - December 10, 2011
د خبر لمبر: 2236177
بين المللی ډله: د امريكې يو مسلمان ډاكټر د ټولنې د خدمت او د اسلام د مبين دين د حقيقی څيرې د ښودلو په موخه د كارولينا ولايت د اړمنو ناروغانو د ویړيا علاج له پاره يو كلينك جوړ كړ.
د «On Islam» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د كارولينا د رالف جانسن روغتيائی مركز د ښځو د ناروغيو متخصصې يا سپيشلسټ ډاكټرې رشمه خان د امريكې د شمال د مرسته رسونې د اسلامی تنظيم په همكارۍ سره په «مونت پلزنت»(Mount Pleasant) ښار كښې دغه كلينك جوړ كړی دی.
دغه كلينك چې نوم ئې (شفا) دی، د راروان ميلادی كال څخه به د ناروغانو ویړيا درملنه پيل كړی او د اسلام د دين حقيقی څيره به چې د اړمنو خلكو په مرسته كونې باندې ډير زيات ټينګار لری نندارې ته كیږدی.
رشمه خان ددغه مفت كلينك د جوړنې په باب ووئيل: ددغه درمليز كلينك له جوړولو نه زما هدف د خلكو سره مرسته كول او د هغوی خدمت كول دی. 912672
captcha