IQNA

د بحرين د ملی انقلاب ځانګړتيا د هغه سوله ايز والی دی.

23:33 - December 11, 2011
د خبر لمبر: 2236929
بين المللی ډله: د بحرين خلك د سيمې هغه يوازنی انقلابيان دی چې په هیڅ ډول شرائطو كښې ئې وسلې ته لاس نه كړ او تل په سوله ايزه او پرامنه توګه خپلې غوښتنې مطرح كوی او په حقيقت كښې وئيلی شو چې سوله ايز والی د بحرين د ملی انقلاب ځانګړتيا ده.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په شيعه مذهب باندې تحقيق كونكی د تيونس د اهل سنتو مشهور عالم علامه «سيدمحمد تيجانی ‌سماوی ‌حسنی» چې شيعه شوی دی، د نون د خبری آژانس سره په خبرو كښې ددغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: سوله ايز والی او د ټولنې د ټولو پرګنو ګډون د بحرين د انقلاب دوه ډيرې مهمې ځانګړتياوې دی ځكه چې د بحرين د خلكو په انقلاب كښې د ځوانانو، ښځو او ماشومانو په شمول د دغه هيواد د خلكو مختلفې پرګنې شتون لری.
دوی زياته كړه: د بحرين زياتره خلك د اهل بيتو (ع) د مذهب پيراوان دی چې په كامل مظلوميت او محروميت كښې ژوند تيروی او دا په داسې حال كښې دی چې هر كله چې د نړۍ شيعه مسلمانان د خپلو بحرينی وروڼو د دفاع له پاره راپاسی، نو هغوی په مذهب پالنې او فرقه پالنې باندې تورنوی. 912598


captcha