IQNA

د اسلامی همكارۍ سازمان د صهيونيسټانو د ښارګوټی جوړونې دوام وغنده.

0:09 - December 12, 2011
د خبر لمبر: 2236935
بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ سازمان د روانې ليندۍ د مياشتې په ١٩ د نيواكی قدس شريف د مركزی برخې په «رأس العامود» كښې د استوګنې د نويو ودانيو د جوړولو سره د صهيونيسټی رژيم موافقه وغندله
د كويت د (KUNA) خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير اكمل الدين احسان اوغلو ددغه كار په غندلو سره، د استوګنې د نويو ودانيو جوړونه او د يهودی ميشتو ښارګوټو د پراختيا د سياستونو تعقيبونه د بين المللی قوانينو او د ملګرو ملتو د سازمان د پريكړه ليكونو نيغ په نيغه نقضول وبلل.
احسان اوغلو همداراز له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې ژر تر ژره عملی ميدان ته راودانګی او د صهيونيسټانو له خوا دې د فلسطينيانو په ټاټوبی باندې د حملې او د نيواكګرانه سياستونو د اجرا كولو مخه ونيسی. 913416
captcha