IQNA

په فرانسه كښې (حضرت محمد(ص) نړيوال سيمبول) نومې كانفرنس ترسره كيدونكې دی.

11:15 - December 12, 2011
د خبر لمبر: 2237193
بين المللی ډله: (حضرت محمد(ص) نړيوال سيمبول) نومې كانفرنس د روانې ليندۍ د مياشتې په ٢٥ د جمعې په ورځ د فرانسې په «نانت(Nantes)» ښار كښې جوړیږی.
د «vds-nantes» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به د روانې ليندۍ د مياشتې په ٢٥ نیټه په ځائی وخت د ماښام له ٨ نه تر ١٠ بجو پورې د (آګاهۍ جمعې) نومی تنظيم په همت د سيرت نبوی(ص) د معرفی كولو په موخه ترسره شی.
د ځينو فرانسوی خپرونو او نشريو له خوا د اسلام د دين او د حضرت محمد مصطفی (ص) د بيا بيا سپكاويو نه پس ددغه هيواد اسلامی تنظيمونه كوشش كوی چې د بيلا بيلو غونډو په جوړولو سره د اسلام د ګران پيغمبر شخصيت خلكو ته معرفی كړی او لدې لارې د اسلامی ضدو اقداماتو او له اسلام څخه د ويرونې د مخ په پراخيدونكې څپې سره مقابله وكړی. 913397
captcha