د «legaic» د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې به چې د فرانسوی كورنيو د سازمان د دينونو د كمیټې او د اسلام او مسيحيت د دوستۍ د ډلې په همت تر سره كيدونكې ده، كارپوهان دمختلفو اديانو د منونكو او پيراوانو تر مينځ د واقعی خبرو اترو د ضوابطو او اړتياو په هكله بحث او د نظر تبادله كوی.
په دغه كانفرنس كښې به د فرانسې د كشيشانو په سازمان كښې د اسلام سره د اړيكو له پاره د ملی خدماتو د برخې مدير «كريستف روكو»(Christophe ROUCOU) د فرانسوی كورنيو د سازمان د دينونو د كمیټې غړی او اسلام پوه (سعيد علی كوزای)، (د اسلام او مسيحيت لاره) نومې ډلې غړی «بنوآ دو كورسل» او د اسلامی او عيسائی دينی ارګانونو يو شمير استازی ګډون وكړی.
د اسلام او مسيحيت دوستی نومې ډلې د رئيس مرستياله «مريم بو رغبة» په دغه غونډه كښې د څارونكې په توګه ګډون كوی او د اسلام او عيسائيت تر مينځ د خبرو اترو په مخكښې د موجودو مشكلاتو او ستونزو د مطرح كولو په ترڅ كښې به ګډون كونكی بحث ته رابولی او په دې لړ كښې د هغوی د ليدتوګو غوښتونكې كیږی. 914295