IQNA

د مصر اخوان المسلمين: د سيمې انقلابونه اسلامی دی

19:12 - December 13, 2011
د خبر لمبر: 2238274
نړيواله ډله: د مصر د اخوان المسلمين سياسی څانګه د ازادۍ او عدالت ګوند مرستيال ښاغلی عصام العريان په دې خبری ټينګار وكړ. چې په مصر او تيونس كې تر سره كيدونكی انتخاباتو كې د اسلام پالو بريا د دې انقلابونو په اسلامی شونې دلالت كوی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصرې ورځپاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې ښاغلی عصام العريان د دسمبر په يولسمی نیټې د ازادی او عدالت ګوند په عمومی ناستې كې وويل د دې انقلابونو د اسلامی شونی دليل په مصر او تيونس كې د اسلام پالو بريا كيدل دی.
هغه زياته كړه چې الله تعالی د مصر له فرعونه د خلاصيدو لپاره يو خاص وخت ټاكلی ؤ چې په دې وسيله مصر په سيمې كې د نورو اسلامی غورځنګونو لارښونه وكړی او دې كار لپاره بايد په ځان باوری ضروری دی.
914070
captcha