د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له بحرينی ورځ پاڼی الوطن یې نقلوی چې دا مراسم د اوقافو او قرانی چارو ادرې مشر ښاغلی شيخ عبد اللہ عبد العزيز قحطان العمری په ګډون سره د بحرين اسلامی چارو ادارې په مركز كې تر سره شو.
د بحرين فعالو قرانی ښځو په دې مراسمو كې په مختلفو ډولونو د قران پاك تلاوت وكړ او په پایې كې یې ورته د قران د قرائت اجازت نامې پينځو ښځو ته «هاجر حامد طنطاوی»، «ليلى جحا عبدالفتاح»، «مروة عطية محمود»، «عبير علی حسن» او «علا أحمد محسن» ته د حفص عن عاصم په روايت قرائت كولو سره اجازت نامې وركړې شوی.
914276