د المنار خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: حزب الله د ملګرو ملتو د سازمان د سولې د محافظو ځواكونو د ګاډی په چاودولو كښې د حزب الله او سورئې د لاس لرلو په هكله د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير ايلن ژوپه له څرګندونو څخه د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ كښې ووئيل: د فرانسې خارجه وزير د هیڅ ډول معتبر سند او مدرك له وړاندې كولو پرته، حزب الله او سوريه په دغه چاودنه كښې په دخالت باندې تورنوی او دا اظهارات د ټولو د حيرانتيا سبب شوی دی.
ددغې بيانیۍ په يوه بله برخه كښې راغلی دی: د فرانسې په شان د يو هيواد له خارجه وزير سره نه ښائی چې په يو دولت يا ګوند باندې داسې تورونه ولګوی. هيله من يو چې په دې اړه به خپل دریځ ژر تر ژره بدل كړی او د دغه ډول بې اساسو تورونو د پائيلو په هكله به لا زيات سوچ او فكر وكړی. 914955