IQNA

سردار نقدی: نړۍ به د امريكې او يورپ مستضعفانو پاڅون سترې څپی ووينی

19:07 - December 14, 2011
د خبر لمبر: 2238933
سياسی ډله: د بسيج د پوځ سازمان مشر وويل امريكه په خپلو خلكو ظلم كوی او دا سبب شوی چې د امريكې ډير مستضعفان راټول شی او ډير زر به نړۍ به د امريكې او يورپ كې د مستضعفانو پاڅون سترې څپی ووينی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د رضاكارانو وسله والو ځواكونو لوی درستيز د ايران په هوايی حريم د امريكا د جاسوسۍ الوتكې د تيری او دغه الوتكې د بيرته ستنولو لپاره د امريكا د ولسمشر باراك اوباما د غوښتنې په غبرګون كښې وويل امريكا بايد پوهه شی چې د ايران ملت او مسولان هر ډول تيریګر اقدام ته ځواب د ځان لپاره خوندی ګڼی.
سردار نقدی زياته كړه د دغو نړيوالو قوانينو خلاف ورزۍ او ښكاره تيری سره سره د امريكا مقامات او ولسمشر په سپين سترګی توب سره دا ډول مسايل خواستونه مطرح كوی.
915483
captcha