د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د رضاكارانو وسله والو ځواكونو لوی درستيز د ايران په هوايی حريم د امريكا د جاسوسۍ الوتكې د تيری او دغه الوتكې د بيرته ستنولو لپاره د امريكا د ولسمشر باراك اوباما د غوښتنې په غبرګون كښې وويل امريكا بايد پوهه شی چې د ايران ملت او مسولان هر ډول تيریګر اقدام ته ځواب د ځان لپاره خوندی ګڼی.
سردار نقدی زياته كړه د دغو نړيوالو قوانينو خلاف ورزۍ او ښكاره تيری سره سره د امريكا مقامات او ولسمشر په سپين سترګی توب سره دا ډول مسايل خواستونه مطرح كوی.
915483