IQNA

د پيغمبر اكرم(ص) او امام علی(ع) حديثونه، د سوچه عرفان سرچينه دی

19:20 - December 14, 2011
د خبر لمبر: 2238940
د تفكر ډله: د دينی حوزې او د پوهنتون استاذ ښاغلی محمد تقی فعالی په دې خبرې ټينګار وكړ چې د سوچه عرفان يوه سرچينه د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله او حضرت امام علی عليه السلأم حديثونه دی
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د د دينی حوزې او د پوهنتون استاذ حجه الاسلام والمسلمين ښاغلی محمد تقی فعالی چې هغه تازه دينی او روحانی غورځنګونو په هكله نهه (9) كتابونه ليكلی دی د دروغه عرفان د بدو اثراتو د پيژندنی په عنوان سره تر سره شوی ناستې كې په تفصيل سره خبری وكړی.
هغه وويل چې دې خبری او مطلب ته پام كول ضروری دی چې د قران پاك تفسير اته (8) طريقی دی چې يو پكښې عرفانی تفسير دی او د قران پاك په اووو سوو (700) ايتونو كې عرفان بيان شوی دی او په زرګونو حديثونه هم موجود دی.
910883
captcha