د «Euro Islam» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه دوه ورځنې كانفرنس به په بريطانيه كښې د سياسی ژوند په مختلفو اړخونو په تيره بيا په اوسنی دور كښې د مسلمانانو د مشاركت د څیړنې په موخه، د ادينبرو پوهنتون د معاصرې نړۍ د اسلام د مطالعې د مركز په همت جوړ شی.
مسلمانانو له كال ١٩٧٠ ميلادی څخه كله چې د بشير معان په نامه يو مسلمان د ګلاسكو ښار د شوری د يو غړی په توګه وټاكل شو، په بريطانيه كښې د سياست په مختلفو برخو كښې يو لړ مهم رولونه لوبولی دی. په ١٩٨٥ كال كښې وړومبې مسلمان ښاروال، په ١٩٩٧ كښې د پارليمان وړومبې مسلمان استازی. په كال ٢٠٠٧ كښې وړومبې مسلمان وزير او په كال ٢٠١٠ كښې وړومبۍ مسلمانه ميرمن د بريطانیۍ د پارليمان د استازې په توګه غوره شوه. له كلونو راهيسې د بريطانیۍ كارګر ګوند د اسلامی ټولنو سياستونه هدايتول او اوس هم د مسلمانانو سره ټينګه اړيكه لری، نن سبا هم د دغه هيواد زياتره ګوندونه د مسلمان محافظه كار تنظيم په شان د يو شمير ډلو په جوړولو سره د مسلمانانو د رايو د ترلاسه كولو په لټه كښې دی. 914866