IQNA

د جزا د بين المللی محكمې د څارنوال په توګه د مسلمانې ميرمنې غوره كيدل.

23:46 - December 15, 2011
د خبر لمبر: 2239286
بين المللی ډله : افريقائی نسله مسلمانه ميرمن «فاتو بنسودا» د جزا د نړيوالې محكمې د نوې څارنوالې په توګه و ټاكلې شوه.
د «سفيرنيوز» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د هالينډ په پلازمينه لاهه ښار كښې د جزا د بين المللی محكمې د ١٢٠ غړيو هيوادونو استازيو، د ګامبيا اوسيدونكې «فاتو بنسودا» نومې مسلمانه ميرمن د دغې نړيوالې محكمې د نوې څارنوالې په توګه و ګمارله.
د دغې چوكۍ د ترلاسه كولو له پاره تقريبا ٥٢ كسان كانديدان شوی وو خو بلآخره دغه مسلمانه ميرمن چې د ګامبيا د عدلیۍ پخوانۍ وزيره او د جزا د بين المللی محكمې اوسنۍ قائم مقامه وه، د دغه پوسټ له پاره غوره شوه.
دا مسلمانه ميرمن، وړومبۍ افريقائی ښځه ده چې د دغه پوسټ له پاره غوره كیږی. دې په يو لړ ويناو كښې ووئيل: زه به د افريقائی قربانيانو په ګټه كار وكړم ځكه چې زه هم افريقائی يم او په دې خبره وياړ كوم. 915781

captcha