IQNA

ځوانان او اسلامی بيداری نومې وړومبۍ بين المللی غونډه تر سره كیږی.

23:45 - December 15, 2011
د خبر لمبر: 2239287
بين المللی ډله: د ځوانان او اسلامی بيدارې په عنوان سره وړمبې نړيوال كانفرنس د روان كال د دلوې يا سلواغې د مياشتې په ٨ او ٩ نیټه د اسلامی بيدارۍ د نړيوالې ټولنې (WAIA) په همت په تهران كښې جوړیږی.
د اسلامی بيدارۍ د نړيوال تنظيم (Islamic-awakening) په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په سيمه كښې په وروستيو لسيزو په تيره بيا په تير يو كال كښې د انقلابی بدلولونو پيليدل او د اسلامی بيدارۍ د څپې راپورته كيدل، خپل هير كړی تمدن اوهويت ته د دغو ولسونو د ورستنيدو بيانونكی دی. په دې منځومان كښې د اسلامی او انقلابی ماهيت د حفاظت، او د دغو بدلولونو ثمر ته په رسولو، ټينګتيا او له لارې نه په نه غړيدو كښې د ځوانانو رول لوبونه د يو ډير مهم عنصر په توګه نه انكاريدندونكې ده.
له دې رويه د اسلامی بيدارۍ د غونډې دارالانشاء غواړی چې د ځوانونو او اسلامی بيدارۍ په نامه يو كانفرنس جوړ كړی او يو شمير پوهانو، عالمانو، د نظرخاوندانو او پوهو ځوانانو ته ئې بلنه وركړې ده چې د علمی مقالو په وړاندې كولو او په خپل كارآمده ګډون سره، د دغه كانفرنس د محتوا د لوړاوی په لړ كښې مرسته وكړی. 915615
captcha