IQNA

د حضرت عيسی(ع) د زوكړې د اختر په نمانځنه كښې د امريكې د مسلمانانو ګډون.

13:39 - December 19, 2011
د خبر لمبر: 2241435
بين المللی ډله: د حضرت عيسی(ع) د ميلاد د زوكړې د كليزې په رانژدې كيدو سره د امريكې مسلمانان د خپلو مسيحی وطنوالو ترڅنګ د مهر او محبت د پيغمبر د زوكړې د جشن له پاره چمتو كیږی.
د «On Islam»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د امريكې مسلمانان د حضرت عيسی (ع) د ميلاد د جشن په جوړولو سره د خپلې ټولنې سره د يوځائې كيدو نه علاوه خپل ماشومان د حضرت عيسی(ع) او ددغه الهی پيغمبر د موقعيت سره اشنا كوی.
٤٩ كلن امريكائی مسلمان آنی زونولد»(Ani Zonneveld) د امريكې د «هافينگتون پست»(Huffington Post) ورځپاڼې سره په مركه كښې ووئيل: په امريكا كښې زياتره مسلمانان د مسيح(ع) د ميلاد جشن نمانځی ځكه چې حضرت عيسی(ع) الهی پيغمبر دی. 917753
captcha