IQNA

په ګوانجو كښې د شيعه مسلمانانو وړومبۍ قرآنی مركز پرانيستل شو.

13:38 - December 19, 2011
د خبر لمبر: 2241439
بين المللی ډله: د شيعيانو د قرآنی محصولاتو وړومبې مركز د چين په ګوانجو ښار كښې افتتاح شو.
د (ضمير) نومې قرآنی موسسې مسئول مهدی زارعی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې خبر په اعلانولو سره ووئيل: دغه مركز په ايرانی محتوا سره د قرآنی محصولاتو د توليد په هدف سره په ګوانجو ښار كښې پرانيستل شوی دی.
دوی زياته كړه: نورو اسلامی هيوادونو په چېن كښې د قرانی محصولاتو د توليد په لړ كښې ګڼ شمير اقدامات ترسره كړی دی خو په خواشينۍ سره تر اوسه پورې د شيعه مسلمانانو د محصولاتو د توليد له پاره كومه موسسه نه وه او همدا كمی سبب شو چې ضمير نومې قرآنی موسسه د شيعه مسلمانانو د قرآنی محصولاتو د وړومبی مركز د جوړولو په فكر كښې شی.
د ضمير نومی مركز مدير د خپلو ويناو په يوه بله برخه كښې څرګنده كړه: دا موسسه په هیڅ كوم دولتی سازمان پورې نه ده پيئلې او په خصوصی يا پرائيویټ ټوګه او په چين كښې د مقيمو ايرانيانو په مشاركت سره جوړه شوی ده. 917681
captcha