IQNA

په روان كال كښې ٤٢٢ مسلمان ماشومان د صهيونيسټی رژيم د حملو هدف ګرځيدلی دی.

12:53 - December 20, 2011
د خبر لمبر: 2242126
بين المللی ډله: د ملګرو ملتو د سازمان د ماشومانو د صندوق( يونيسف) د رپورټ له مخې، ٤٢٢ فلسطينی مسلمان ماشومان په روان ميلادی كال كښې د صهيونيسټی رژيم د حملو هدف وګرځيدل.
د يونيسف د رپورټ په اساس د «Palestine Info»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د صهيونيسټی رژيم نيواكګرو ځواكونو په ماشومانو باندې د خپلو حملو په زياتولو سره د روان ٢٠١١ كال له پيل نه تراوسه پورې ١٩ تنه فلسطينی ماشومان وژلی او ٤٠٣ ماشومان ئې زخمی كړی دی.
د دغه رپورټ له مخې، د صهيونيسټی رژيم نيواكګرو ځواكونو د تير كال په ورته موده كښې ٩ تنه وژلی او ٣٠٨ ماشومان ئې زخمی كړی وو. دغو نيواكګرو همداراز له ١٢ نه تر ١٧ كالو پورې عمر لرونكی ١٦٤ فلسطينی ماشومان هم په خپلو جيلونو كښې بندی كړی دی. 918608
captcha