د المنار خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حزب الله عمومی منشی سيد حسن نصرالله د لبنان د ملی آزاد ګوند د مشر ميشل عون سره په ملاقات كښې كورنی او سيمه ايز بدلولونه وجاجول.
په دغه ليدنه كښې د لبنان د انرجۍ وزير جبران باسيل، او د حزب الله له مسئولانو څخه حسين الخليل او وفيق الصفا شتون درلود او په كښې د لبنان د آزاد ملی ګوند د فعاليتونو يو رپورټ وړاندې شو.
په دغه ليدنه كښې دواړو خواوو په راتلونكو همكاريو كښې له مناسبو اوزارو او لارو چارو نه په ګټه پورته كولو او د بشپړې غږملتيا په اهميت او همداراز د مختلفو لانجو په وړاندې د لبنان د حفاظت په موخه د يوبل سره په لازيات تفاهم او تعامل باندې ټينګار وكړ. 920135