IQNA

د كاناډا په ادمونتون كښې د زده كونكو له پاره د قرآن مقابله تر سره كیږی.

22:56 - December 22, 2011
د خبر لمبر: 2243324
بين المللی ډله: د كاناډا په اډمونتون ښار كښې ( د اډمونتون اسلامی اكاډمی) اراده لری چې په راتلونكې مياشت كښې د مسلمانو زده كونكو لپاره يوه قرآنی مقابله ترسره كړی.
د «islamicacademy» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابله به په دوو مرحلو او په ١٠ سطحو كښې ترسره شی.
ګډون كونكی زده كونكی به د هرې سطحې له پاره د ټاكل شويو سورو د حفظ او قرائت نه علاوه، د آيتونو د معنو او مفاهيمو، د سورو د تفسير او د آياتو د شان نزول په هكله هم د يوشمير آيتونو ځوابونه وركړی.
د دغو مقابلو وړومبۍ مرحله به د جنورۍ د مياشتې په وړومبۍ اونۍ يعنې د روانې مرغومی د مياشتې په نيمائی كښې او دويمه او وروستۍ مرحله به ئې د دلوې د مياشتې په ١٣ نیټه تر سره شی.
919891
captcha