د «abc.az»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د تركیۍ د اسلامی همكارۍ د سازمان د پارليمانی ټولنې او اجتماعی سياست او د كورنۍ د وزارت په همت تر سره كیږی.
د آذربايجان ملی پارليمان د دې خبر په اعلانولو سره ووئيل: د تركیۍ وزيراعظم رجب طيب اردوغان د دغه كانفرنس افتتاح وكړه.
په دغه كانفرنس كښې به د جنسيتی برابروالی د لاروچارو جوړول، د سياست او د ډيموكراسۍ په پياوړتيا كښې د ښځو رول او مشاركت، د مينځنی ختیځ او د افريقې په شمال كښې د ښځو او ميرمنو حقوق، اسلام او ډيموكراسی او جنسيتی برابروالی ته د رسيدګۍ د موسساتو تاسيسول جاجول كیږی.
دغه كانفرنس د روانې مرغومی د مياشتې تر ٤ نیټې پورې دوام لری. 919487