د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغو همدارنګ د مينځنی ختیځ او شمالی افريقا د وروستيو بدلونونو په يادولو سره په سيمې كې د سولې او ثبات او امنيت د ټينګيدا په ضرورت او هم دا راز د سيمې د ملتونو د غږملتيا په نظر كې په نيولو سره د هغوی د ټولو حقه حقوقو پر پوره كيدا ټينګار هم وكړ.
دواړو لورو په عين حال كې د ډلوژونكو وسلو د ختمولو او اين پی ټی تړون ته د خپلو ژمنتياؤ په ضرورت ټينګار وكړ او له ایټمی انرژۍ د سوله ايزې استفادې لپاره ئې د ايران د اسلامی جمهوريت او ارمنستان پشمول ئې دټولو هيوادونو پر حقوقو ټينګار وكړ
په عين حال كې دواړو ولسمشرانو د ډيپلوماټيكو رودواو خبرواترو له لارې د ياران دایټمی پروګرامونو دحل په اهميت هم ټينګار وكړ په دغې اعلامیې كې همداراز د منظمو جرمونواو حنايتونو اونړيوالې ترهه ګرۍ سره اړونده مسئولو ته هم اشاره شوې او دواړو خواؤ ددغه ډول ګواښونو په ضد د مبارزې په باب د دوواو څو اړخيزو ملګرتياؤ لپراه خپل چمتووالی اعلان كړ او روښانه ئې كړې ده چې په سيمې كې تل پآتې امنيت او دسولې ټينګيدا يوازې دسيمې د هيوادونو او ملتونو پخپل لاس سره ممكنه ده او دپرديو لاسوهنې نه يوازې امنيت او سوله نشی ټينګولی بلګې نوره ډيرې پيچلتاوې هم زياتوی
920787