IQNA

د قرآن د ترجمې نوې انداز او روده، ماډرن تحت اللفظی روده ده.

23:06 - December 23, 2011
د خبر لمبر: 2243602
بين المللی ډله: د قرآن كريم د ترجمې ډير نوی سټائل او انداز د ( ماډرن تحت الفظی) په نامه يوه طريقه ده چې د تركیۍ د يو ژباړونكی ( مدينه بالجی) له خوا وړاندې شوې ده.
په آذری تركی ژبه د قرآن ترجمه كونكی رسول اسماعيل زاده، د قرآن كريم د بهرنيو ترجمو او ژباړو د څیړنې په څلورمه غونډه كښې كومه چې د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) په ودانۍ كښې تر سره شوه، د دغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: د تركی نژادو په ژبو د قرآن كريم په ترجمه كښې مفهم ته د مفهوم روده پيل شوې ده اونن سبا د ماډرن تحت اللفظی په نامه يوې رودې ته رسيدلې ده چې په دغه طريقه كښې، په ترجمې باندې هیڅ كلمه او ټكې نه ورزياتول كیږی او نه ورڅخه څه كمول كیږی خو د متن ادبی سبك او انداز ته پكښې هم پاملرنه كیږی.
اسماعيل زاده په دوام كښې په تركی ژبه د قرآن كريم ډيرو ترجمو ته د ګروهنې دلائلو ته په اشارې سر زياته كړه: وړومبې وجه دا ده چې خلكو د قرآن په مفاهيمو باندې پوهيدل غوښتل او دويمه دا چې د ملی پالنې مسئلې ته ئې ډيره زياته پاملرنه لرله. دې ټكی ته په توجه سره چې اسلام د تركیۍ د خلكو د ژوند يوه برخه ده او هغوی له دغې موضوع څخه نه شی بيليدې، په همدې خاطر حتی مليت پالو فيصله وكړه چې نمونځ هم په تركی ژبه وكړی، او دغه كار ددې سبب شو چې اكاډميكې ترجمې او ژباړه په مزه مزه بـڼه ونيسی. په عثمانی دوره كښې د قرآن ترجمې په دې وجه كمې وې چې ځينې عالمانو عقيده درلوده چې د قرآن ترجمه نه ده پكار او يا دا چې د الهی كتاب ترجمه كول حرام دی. په څو وروستيو كلونو كښې په تركيه كښې قرآنی ترجمې او تحقيقات دومره زيات شوی دی چې هغه د نړۍ له بل هپڅ ځائې سره نه شی پرتله كيدې. په وروستيو اتو كلونو كښې تقريبا څلویښت نوې ژباړې په استنبولی ژبه خپرې شوې دی. په تركيه كښې له ترجمې نه بغير د خپريدونكو قرآنونو شمير ډير لږ دی او خلك د قرآن يوازې هغه نسخې خوښوی چې هم عربی متن لری او هم ئې تركی ژباړه. 919910

captcha