د لبنان چاپ د الانتقاد ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مظاهرې د بحرين د شيعه عالمانو د شوری په همت او د ( ويجاړ شويو مسجدونو د دفاع) په عنوان سره پلان شوې او د دغه هيواد د يوشمير جوماتونو په وړاندې تر سره شوې.
د بحرين د شيعه مسلمانانو مشر آيت الله عيسی قاسم او د دغه هيواد د شيعه عالمانو د شوری يو شمېر غړو هم په بحرين كښې د مسجدونو د سپكاوی په نسبت د خپلو اعتراضونو د ښودلو له پاره د منامې په الدراز سيمه كښې د امام صادق (ع) د جومات مخې ته مظاهرې وكړې.
د بحرين د شيعه علماو شوری د دغو مظاهرو په پائې كښې د يوې بيانیۍ په صادرولو سره اعلان وكړ: څوك چې د جوماتونو د ويجاړولو او دغو عبادی ځايونو ته د نمونځګزارو د ننوتلو مخه نيسی، د خدای او تاريخ په وړاندې مسئول دی. 921458