IQNA

حزب الله امريكه د دمشق حملو ذمه واره ؤبلله

18:13 - December 25, 2011
د خبر لمبر: 2245004
نړيواله ډله: د لبنان حزب الله تيره ورځ په يو بيان كې وويل چې د شام په پلازمينې دمشق كې د بم چاودنو اصلی مسوول امريكه دی او دغه بريدونه یې وغندل.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز المنار یې نقلوی چې حزب الله په دې بيانېی كې وويل چې په دمشق كې د بم چاودنو ذمه وار د امريكې عوامل دی او دا چاودنی د امريكې په دسيسی سره تر سره شوی دی امريكه د ترهګرۍ مركز دی او د بې ګناه خلكو په قتلولو سره غواړی نړۍ تر خپلو خپو لاندې راولی.
دې بيانیې زياته كړه چې حزب الله دا انسان دښمنانه دسيسه په كلكه غندی.
921078
captcha