IQNA

د لبنان حزب الله، امريكه، د دمشق د چاودنو عامله وبلله.

19:48 - December 25, 2011
د خبر لمبر: 2245022
بين المللی ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د روانې مرغومی د مياشتې په دويمه نیټه د يوې بيانیې په خپرولو سره د دمشق د ترهګرانه حملو د غندلو په ترڅ كښې، امريكا په دغو چاودنو كښې په لاس لرلو باندې تورنه كړه.
د المنار د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: حزب الله په دغه بيانيه كښې د دمشق د چاودنو پړه، پر امريكائی مزدورانو ورواچوله او څرګنده ئې كړه: دغه حملې د امريكې له خوا شوې دی ، امريكا د ترهګرۍ مركز دی او د بې ګناه خلكو په وژلو سره كوشش كوی چې خلك د خپلو او د صهيونيسټی رژيم د استعماری سياستونو په وړاندې تسليميدو ته مجبور كړی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: حزب الله د بشريت د دښمنانو له خوا تر سره شوې دغه ويرونكی جنايت په كلكه غندی.
د وئيلو ده چې د روانې مياشتې په دويمه نیټه د دمشق په كفرسوسه سيمه كښې د دوو بم ایښودل شويو ګاډو په چاودنو كښې څه باندې ١٣٠ كسان مړه او ژوبل شوی وو. 921078

captcha