د ahram د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مظاهرې د الازهر د اسلامی مركز د لس هاو تنو علماو او ځوانانو او هلكانو او جينكو محصلينو په ګډون سره د جمعې د لمانځه د ترسره كولو نه پس د الازهر له جامع مسجد نه پيل شوې او د قاهرې تر التحرير چوكه پورې ئې دوام وموند.
مظاهره چيانو د ( ولس د طنطاوی د سلاكار پرزيدل غواړی ) په شان د يولړ شعارونو په وركولو سره د پوځی شوری سياستونه وغندل او له قدرته ئې د دغې شوری د څنګته كيدو غوښتنه وكړه. 921236