د «Daily Times»ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه نندارتون كښې د اسلامی خوشخطۍ په زمينه كښې د پاكستانی هنرمندانو د آثارو ګڼ شمير هغه نمونې چې لرغونې توب ئې په دې كار كښې د نګارش پيل ته ورګرځی، نندارۍ ته ایښودل شوې دی.
په دغه نندارتون كښې نندارې ته په ایښودل شويو بورډونو او نمونو كښې د قرآن كريم يوشمير آيتونه او د پيغمبر اكرم حضرت محمد مصطفی (ص) يو څو حديثونه، په ښكلی نقش او شكلونو سره كتونكو ته ورپيژندل كیږی.
دغه نندارتون د روانې مرغومی د مياشتې تر لسمې نیټې پورې دوام لری. 921217