د المنار خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: حماس په دغه بيانيه كښې اعلان وكړ: صهيونيسټی رژيم د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د قدس د اعلانولو د قانون د پائيلو بشپړ مسئول دی او دغه قانون په داسې شرائطو كښې مطرح شوې چې د فلسطين د خاورې، ولس او د دغه هيواد د مقدساتو پرخلاف د دغه رژيم جنايتونه او تيری دوام لری.
حماس په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې قدس شريف د فلسطنين سره كرښه ده، څرګنده كړه: قدس په فلسطين پورې اړوند دی او د قدس اوسيدونكی، همهغه شان د خپل ټاټوبی او د خپلو حقوقو پايبيند دی او د صهيونيسټی رژيم فيصلې به په تاريخ او حقيقتونو كښې هیڅ څيز بدل نه كړی. 922997