د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،هغه وويل د ايران خارجه وزارت په دغو حساسو او پيچلو حالاتو كې بايد د اسلامی نظام د نويدریځ په بيانولوسره يعنی په ټولنې كې دالهی ارزښتونو او د ولس پراخ ، هوښياراو پرله پسې شتون په اغيزمن ډول نندارې ته وړاندې كړی .
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز د اسلام له نامې د استكباری جبهې د وحشت او ويرې او اندیښنې په يادولو سره ټينګار وكړ د استكبار له اډاڼيو يعنی له ظلم زياتيو او تيريو سره اسلام مبارزه كوی، په همدې علت د نړۍ سرزوری اسلام ته د ملتونو له ګروهنې څخه په ويرې كې دی، هماغه شان چې د سيمې په وروستيو پیښو كې د ملتونو د مظاهرو، د اسلامی نخښو او ظواهرو او په انتخاباتو كې د اسلام پالو له برياليتوبه ئې څرګنده (علنا) اندیښنه ښودلې ده.
دوی له اسلامی نظام سره د نړيوالو مستكبرانود دښمنۍ په بيانولو كې هم د اسلام رول د ايران داسلامی جمهوريت په رامينځته كيدا او د ايران دملت د وروستيو درو لسيزوپه پرمختګونوكې د اسلام رول بې ساری وباله او زياته ئې كړه د ايران د ملت ټاكل شوی نظام د اسلام په نامې او داسلامی شعارونو په لوړولو سره په وړاندې تللی دی.
924748