IQNA

(په عراق كښې د قرآنی فرهنګ په ترويجولو كښې د رسنيو رول) نومې كانفرنس جوړيدونكی دی.

23:39 - December 28, 2011
د خبر لمبر: 2247395
بين المللی ډله: (په عراق كښې د قرآنی فرهنګ په ترويجولو كښې د رسنيو رول) نومې كانفرنس د ايران د قرآنی خبری آژانس په همكارۍ سره سبا د عراق په ناصريه ښار كښې ترسره كیږی.
د عراق د ناصريه ښار د دارالقرآن الكريم موسسې مدير رعدعدنان الناصری د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: دغه كانفرنس د ناصريه ښار د داراقرآن الكريم موسسې په همت او د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) په ملګرتيا سره سبا سهر ١٠ بجې د ناصريه ښار په ذی قار نومی پوهنتون كښې پيلیږی.
دوی زياته كړه: دغه كانفرنس د عراق په ټولنه په تيره بيا د دغه هيواد د پوهنتونونو په كچه كښې د قرآنی فرهنګ د خپرولو په موخه ترسره كیږی او پكښې به د عراق يوشمير تكړه شخصيتونه ګډون وكړی.
د ناصريه د دارالقرآن موسسې مدير په دوام كښې ووئيل: په عراقی ټولنه او معاشره كښې د قرآنی كلتور او فرهنګ په خپرولو كښې د اغيزشيندونكو او مهمو عواملو څیړنه او د رسنيو له لارې د قرآنی تعليماتو او مفاهيمو د انعكاس څرنګوالی، هغه ډير مهم موضوعات دی چې په دغه غونډه كښې به د بحث او څیړنې وړ وګرځی. 923673
captcha