د «MWC News»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه حملې د صهيونيسټی رژيم په بشپړ ملاتړ سره ترسره كیږی او ښارګوټی ميشت تندلاری يهوديان د دغه نيواكګر رژيم د سياستونو په لړ كښې په كلسياګانو باندې هم حملې كوی.
د خپلواكو سرچينو د شميرنو له مخې په وروستيو څو مياشتو كښې په ٢٠ جوماتونو او ٦ كليساو باندې حملې شوې دی، او يوازې په تيرو دوو اونيو كښې د ښارګوټی ميشتو له خوا دوه جوماتونه وسوزول شول چې يو مسجد په بيت المقدس كښې او بل د رام الله سره نژدې په يو كلی كښې وو.
دا په داسې حال كښې دی چې د دغو حملو په تور حتی يو ښارګوټې ميشت يهودی هم نه دی نيول شوې او يا ورڅخه تفتيش نه دی شوی. 922791