د «lopinion»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فلسطين او د نيواكی ځمكو په چارو كښې د عربو د اتحادیۍ لوئې مدير په يوه مطبوعاتی ناسته كښې اعلان وكړ چې دغې نړيوال كانفرنس د قطر د دولت په غوښتنه بڼه نيولې ده.
دوی زياته كړه: ټاكل شوې وه چې دغه كانفرنس د جنورۍ په ١٦ يعنې د مرغومی د مياشتې په ٢٦ نیټه جوړ شی خو د هغه د ځنډولو له پاره د قطر د حكومت د غوښتنې په وجه مو فيصله وكړه چې د قدس شريف د حمايت او ملاتړ كانفرنس له ٢٥ نه تر ٢٧ فرورۍ يعنې د كب د مياشتې له ٦ نه تر ٨ نیټې پورې تر سره كړو. 926780