د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «atlasinfo»، یې نقلوی چې د مراكش د دينی چارو او اوقافو وزارت ويلی دی چې د قران پاك د حفظ او قرائت د نړيوالو مقابلی د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د نيكمرغه زوكړی په مناسبت په كاسابلانكا ښار كې تر سره كیږی.
د مراكش د دينی چارو او اوقافو وزارت زياته كړه چې ددې مقابلو افتتاحی مراسم د مختلف هيوادونو د استازو په شتون سره د ځای وخت په مطابق سهار لس نيمې (10:30) بجې د كاسابلانكا ښار په حسن دوم جومات كې تر سره كیږی.
926114