د كويت د خبری آژانس (KUNA) له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د فلسطين د آزادی بخښونكی سازمان اجرائی كمیټې د دغه خبر په اعلانولو سره، د فلسطين د خپلواك هيواد د بڼه نيونې د مخنيوی له پاره د قدس د بشپړ قبضه كولو او په مختلفو برخو د لويدیځې غاړې د تقسيمولو په موخه د صهيونيسټی رژيم په تيری او پراختيا غوښتنې باندې د دلالت كونكو فعاليتونو د څیړلو لپاره د عربو د اتحادئې د فوق العاده او بیړنۍ غونډې د جوړيدو غوښتنه وكړه.
فلسطينی چارواكو هم د سولې له څلوراړخيزې كمیټې نه وغوښتل چې د فلسطينی ځمكو د استعمار او د خپلې پراختيا له پاره د صهيونسټی رژيم له بې مخينو او په عين حال كښې پلان شويو اقداماتو څخه رامنځته شويو خطراتو ته پاملرنه وكړی او دغه مسئله دې د خپلو تعقيبونو په سر كښې راولی. 926702