IQNA

د مالديپ د مسلمانو مشرانو غونډه تر سره شوه.

23:03 - January 02, 2012
د خبر لمبر: 2250097
بين المللی ډله: د مالديپ مسلمان مشران په دغه هيواد كښې د مختلفو اسلامی ډلو ترمنځ د اختلافاتو د مخ په ودې چلن سره د مقابلې په موخه سره راغونډ شول.
د «Haveeru Online» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې په دغه كانفرنس يا غونډه كښې چې د روانې مرغومی د مياشتې په ١٠ نیټه د دغه هيواد د پلازمينې (ماله) ښار په اسلامی مركز كښې پيل شوه، ٦٠ تنو مسلمانو عالمانو شتون درلود.
په دغه كانفرنس كښې د مالديپ د علماو نه علاوه تكړه سياسی شخصيتونه لكه د اسلامی چارو وزير عبدالماجد عبدالبری، د سترې محكمې رئيس احمد فيض، د محافظه كار دينی عدالت ګوند مشر عمران عبدالله او د مالديپ پخوانی جمهور رئيس مامون عبدالقيوم شتون درلود.
دغه كانفرنس نن پائې ته ورسيد.
926308
captcha