IQNA

د مبارك د محاكمې نوې غونډه نن ترسره شوه.

23:02 - January 02, 2012
د خبر لمبر: 2250098
بين المللی ډله: د مصر د مخلوع او څنګته كړې شوی ډيكټاټور حسنی مبارك، د هغه د دوو زامنو علاء او جمال او د مبارك د وختو د كورنيو چارو د وزير حبيب العادلی محاكمه نن سهار وشوه.
د مصر چاپ د اليوالسابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د مبارك، د هغه د حكومت د كورنيو چارو د وزير، د هغه د دوو زامنو او شپږو مرستيالانو د محاكمې يوه بله غونډه نن د مصر د پوليسو په كالج كښې تر سره شوه.
قاضی احمد رفعت د دغې غونډې مشری په غاړه لرله او تورن كسان ئې د مظاهره چيانو د وژلو او د عمومی اموالو د خرابولو په تور محاكمه كړل.
د مبارك مدافع وكيل فريدالديب په يو ناڅاپی اقدام كښې د مبارك د ټولو شهودو د شهادت د لازموالی په هكله خپله وروستۍ غوښتنه بيرته واخسته او د خپل موكل د دفاع له پاره ئې په چمتووالی باندې ټينګار وكړ. 927567
captcha