IQNA

د امريكا بیړۍ دې بيا فارس خليج ته ونه ګرځی خبرداری د يو ځل لپاره وی

18:09 - January 03, 2012
د خبر لمبر: 2250744
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ عمومی قوماندان سردار فيروز ابادی نن د سمندری ځواك د ولايت ۹۰ په نامه له سترې مانورې سره په يو وخت له فارس خليجه عمان سمندر ته د امريكې د الوتكو وړونكی بیړۍ تلو ته په اشارې سره روښانه كړه دغه بیړۍ بايد فارس خليج سيمې ته بيرته ونه ګرځی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی سردار فيروز ابادی د دې خبرې په كولو سره چې د ايران دښمنانو د ولايت ۹۰ سترې سمندری مانورې پيغام په ښه ډول درك كړی زياته كړه د امريكې دغه ستره بیړۍ د مانورې له هماغه پيله له فارس خليجه ووتله او له هرمز تنګی څخه په تيريدا سره په عمان سمندر كې ديره شوه.
د ايران د اسلامی جمهوريت د وسله وال پوځ عمومی قوماندان له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره د ايران د پوځ چمتووالی ته په اشارې سره ټينګار وكړ د ايران د پوّځ د سمندری ځواك تجربه په سمندری ډګر كې د هغوی د پوځی توان د لوړتيا سبب شوې ده.
جنرال هم دا راز روښانه كړه د ولايت ۹۰ مانورې د ترسره كيدا موخه د ايران د اسلامی جمهوريت او نورو اسلامی هيوادونو د ګټو ساتل دی.
928307
captcha