IQNA

د عربستان د 23 شيعه ؤ د نيولو حكم صادر شو

18:09 - January 03, 2012
د خبر لمبر: 2250745
نړيواله ډله: د عربستان داخلی وزارت پرون د 23 شيعه ؤ د نيولو حكم صادر كړ په دوی كسانو باندې په پُرامن مظاهرو كې د ګډؤن تورن لګيدلی دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس نون یې نقلوی چې د عربستان د داخلی وزارت ويندویې منصور التركی وويل چې دې كسانو په حكومت خلاف مظاهرو كې ګډؤن كړی دی
دا په داسې حال كې ده چې د عربستان د ختیځو ولايتونو په زرګونو خلكو نن هم د مظاهرو په جوړولو سره د اهل تشيع په ضد د آلسعود د رژيم په ځپونكو اقداماتو سخت اعتراض وكړ.
مظآهره چيانو هم دا راز د پلې كارډونو په اوچتولو سره په بحرين كې د آل سعود د كورنۍ په لاسوهنې او هم دا راز د آل خليفه رژيم جنايتونه هم سخت وغندل.
د عربستان په القطيف او الشرقيه ولايتونو كې پرون هم خلكو د آل سعود د ځپونكو اقداماتو په خلاف ستر لاريونونه كړی او د آل سعود د مامورانو په لاس د عربستان په ختیځ كې د القطيف او الشرقيه سيمو د وژل شويو كسانو د څلویښتۍ دستورې ئې ترسره كړې اوهمداراز ئې كلك هوډ وكړچې د خپلواساسی غوښتنوترپوره كيداپورې به خپلومظاهرواواعتراضونو ته دوام وركړی .
928076
captcha