د «ehess»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ په اساس: دغه غونډې د روانې مرغومې د مياشتې له شلمې نیټې نه د ( د اسلام مطالعات او مسلمان ميشته ټولنې) نومې (EHESS) موسسې په همت پيلیږی او د ١٣٩١ هجری لمريز كال د غبرګولی د مياشتې تر نهمې نیټې پورې به دوام ولری.
دغې موسسې په دغه غونډه كښې د ګډون له پاره د ټولو مينه والو د دعوت كولو په ترڅ كښې په يوې عمومی بلنه كښې څرګندونه كړې ده: په مينځنی ختیځ او افريقا كښې د ولسی پاڅونونو د پيليدو څه باندې يو كال كیږی او په دغه موده كښې د ليبيا، تيونس او مصر ډيكټاټوران پرزيدلی دی او د يمن او بحرين په شان ځينی واكمن نظامونه هم د خلكو ځپلو ته دوام وركوی او تراوسه پورې د هغوی د انقلابونو د نتيجې په اړه اټكل نه شو كولې، خو په ټول كښې په كار دی ووايو چې تر څو پورې چې په هغو هيوادونو كښې چې ډيكټاټوران ئې پرزيدلی دی، حكومتی نظام بدل نه شی، تر هغه پورې ورته يو روښانه راتلونكی نه شی اټكليدې. 927375