د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دعربستان دختیځوولايتونو په زرګونو خلكو دمظاهروپه جوړولوسره داهل تشيع په ضددآل سعوددرژيم په ځپونكو اقداماتو سخت اعتراض وكړ .مظآهره چيانو همداراز د پلې كارډونوپه اوچتولوسره په بحرين كې د آل سعوددكورنۍ په لاسوهنې او همداراز دآل خليفه رژيم جنايتونه هم سخت وغندل . دا په داسې حال كې دی چې دعربستان په القطيف او الشرقيه ولايتونو كې پرون هم خلكودآل سعود دځپونكو اقداماتو په خلاف ستر لاريونونه كړی اودآل سعود دمامورانوپه لاس دعربستان په ختیځ كې دالقطيف اوالشرقيه سيمودوژل شويو كسانودڅلوریښتۍ دستورې ئې ترسره كړې اوهمداراز ئې كلك هوډ وكړچې د خپلواساسی غوښتنوترپوره كيداپورې به خپلومظاهرواواعتراضونو ته دوام وركړی .
928852