IQNA

حسنی مبارك د مصر انقلابيانو په وژلو كې لاس لری

19:07 - January 04, 2012
د خبر لمبر: 2251490
نړيواله ډله: د مصر نسكور ولسمشر ښاغلی حسنی مبارك په خلاف پرون د جنوری په دوهمی نیټی د محكمی لخوا جرم ثابت كړی دی په دې اساس حسنی مبارك د تير ميلادی كال د جنورۍ مياشتی په مظاهرو كې د خلكو په وژلو كې لاس لری.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې د مصر د محكمی يو قاضی يو تاريخی جرم په اثبات سره وويل چې مبارك په تحرير چوك كې او په نورو ولايتونو كې د مظاهره چيانو په وژلو كې لاس لری حسنی مبارك خپل داخلی وزير حبيب العادلی او ځينی نورو پوځی چارواكو سره په پټو خبرو سره مظإهره چيان وژلی وو.
مالی بدوالې او له خپل منصب او عهدې څخه ناوړه استفادې كول هم د مبارك نور جرمونه دی چې په دې حكم كې هغه ته هم اشاره شوی ده.
928516
captcha