IQNA

د واكمن نظام په محافظه كارۍ باندې د سعودی شهزادګۍ نيوكه.

21:53 - January 04, 2012
د خبر لمبر: 2251533
بين المللی ډله: د عربستان د پاچا وريرې يوځل بيا په دغه هيواد كښې د بدلولونو د راوستلو له پاره، د لانجې جوړيدو نه مخكښې خلكو ته د آزادۍ د وركولو په ضرورت باندې ټينګار وكړ او د واكمن نظام په محافظه كارۍ باندې ئې سخته نيوكه وكړه.
د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: بسمه بنت سعود د انګلستان انډيپينډنټ نومې ورځپاڼې سره په مركه كښې ووئيل: زما نيوكه د محافظه كارانو په هغې ډلې باندې ده كوم چې دا هيواد اداره كوی.
ميرمن بسمه په دې بيان سره چې د آل سعود په حكومت رانۍ كښې د بدلون د راتلو پلوی ده ټينګار وكړ: د هغو مشكلاتو او ستونزو په وړاندې چې هیڅ څوك ئې مسئوليت په غاړه نه اخلی، غلې به كښې نه نم، هغه مشكلات چې د مسئولانو د غوښتنو په پوره كولو كښې د وزيرانو د ناتوانۍ او د تعقيب او مجازاتو يا سزا د نشتوالی په وجه رامينځته كیږی.
دغې سعودی شهزادۍ څرګنده كړه: په داسې هيواد كښې چې د غلا كولو په صورت كښې د غريب او فقير سړی لاس درې ځلې پرې كیږی، كه چيرې دغه غل دولت او پانګه لرونكی كس وی نو د هغه سره څوك هیڅ كار نه لری.
928820
captcha