IQNA

د اسلامی نړۍ ميوزيمونه نومې كتاب چاپ شو.

22:30 - January 05, 2012
د خبر لمبر: 2251846
بين المللی ډله: د اسلامی آموزشی، علمی او فرهنګی سازمان (آيسسكو) له خوا (د اسلامی نړۍ ميوزيمونه، تشكيل او بشپړيدل) نومې كتاب په عربی ژبه خپور شو
د «ISESCO»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآ نی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دا كتاب د سوریۍ د شمالی سيمو د لرغونو آثارو او ميوزيمونو د سازمان د پخوانی مدير شواقی شعث له خوا په ٣٠٤ مخونو كښې تاليف شوې دی.
د آيسسكو سازمان عمومی منشی عبدالعزيز عثمان تويجری دكلتوری په تيره بيا په اسلامی هيوادونو كښې د ميوزيمونو د ماډرن جوړولو او د هغو د هنری او لرغونو مجموعو د حفاظت له لارې د فعاليتونو په پراختيا كښې د دغه سازمان هدف ته په اشارې سره، دغو اهدافو ته د لاس پيدا كولو په لاره كښې د دې كتاب په خپرولو باندې ټينګار وكړ.
دوی همداراز ووئيل: آيسسكو سازمان تل په اسلامی هيوادونو كښې د دغو ميوزيمونو د حفاظت مسئلې ته پاملرنه كړې ده او په خپلو برنامو او فعاليتونو كښې ئې د اسلامی تمدن د يوې مهمې برخې په توګه د اسلامی ميراث حمايت ئې كړی دی. 928560
captcha