IQNA

د آل سعود په رژيم باندې اعتراض كونكی د زلزلې جمعه نمانځی.

22:30 - January 05, 2012
د خبر لمبر: 2251852
بين المللی ډله: د قطيف د ننګياليو ائتلاف د يوې بيانیۍ په خپرولو سره راروانې جمعې ته «زلزال الأحرار» يعنې د پتياليو زلزله نوم وركړ او د ٢٣ تنو عربستانی شيعه مسلمانانو د نيولو د حكم پرخلاف ئې د پراخو مظاهرو د ترسره كولو غوښتنه وكړه.
د العالم خبری چينل په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ په اساس د عربستان خلكو په سوله ايزو مظاهرو كښې د ګډون كولو په وجه د دغه هيواد د المنطقه الشرقيه سيمې د ٢٣ تنو شيعه مظاهره چيانو د نيولو د حكم د صادريدو په نسبت مختلف غبرګونونه وښودل،
په همدې لړ كښې د قطيف د ننګياليو ائتلاف د يوې خبرتيا په خپرولو سره څرګنده كړه: دغه ٢٣ كسان چې د عربستان د كورنيو چارو وزارت مجرمان بللی دی او د هغوی د نيولو حكم ئې صادر كړی دی، د عربستان د شيعه ټولنې يوه نه بيليدونكې برخه ده چې د آل سعود له حكومته د خپلو سلب شويو حقوقو غوښتونكی دی.
دغه ائتلاف زياته كړه: هغه تورونه چې د آل سعود رژيم په دغو كسانو باندې لګولی دی بالكل جعلی او ظالمانه دی او په هیڅ وجه صحت نلری.
د پتياليو ائتلاف د قطيف له اوسيدونكو سعوديانو نه وغوښتل چې د حكومت په دغه اقدام باندې په خپل اعتراض كښې دې د جمعې په ورځ ماسپښين ٣ بجې په الثوره نومی سړك كښې راغونډ شی او د (پتياليو زلزله) په نامه دې يو لړ مظاهرې ترسره كړی. 928852

captcha