IQNA

سردار وحيدی: په سيمه كښې د پرديو شتون توجيه نلری

19:18 - January 06, 2012
د خبر لمبر: 2251913
سياسی ډله: د ايران دفاع وزير په سيمه په تيره بيا فارس خليج كښې د پرديو شتون د نا توجيه وړ وباله .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې ايران د دفاع وزارت له اطلاع رسولوويب پاڼی یې نقلوی چې د ايران دفاع وزير احمد وحيدی وويل د سيمې هيوادونه د ثبات او امنيت د ټينګيدا وس لری په هم دې دليل په سيمه كښې د خارجی عسكرو د نا توجيه وړ شتون ګټه نه بلكې تاوان لری.
د ايران دفاع وزير ټينګار وكړ د ايران اسلامی جمهوريت هماغه راز د سيمې د مهم قدرت په توګه د هرمز اوبلارې د امنيت د ټينګيدا هڅه وكړی.
د ايران دفاع وزير دغه راز د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د سمندری ځواك د ولايت نوی (۹۰) د پوځی مانورې په باره كښې زياته كړه د مانورو تر سره كيدل د هر هيواد له دفاعی سياست سره اړه لری او په طبيعی توګه ايران هم د خپلو دفاعی سياستونو پر اساس پوځی مانورې ترسره كوی.
929246
captcha